شي جين پينګ:چيني شکله عصري کېدل هدف، پلان او ستراتيژي لري
CMG2023/04/13 17:25:46
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د اپريل د ۱۲مې نېټې له غرمې وروسته د ګوانګ دونګ ولايت د ګوانګ جو موټر د شرکت د موټرو انجنيرۍ تحقيقاتي انسټيټيوټ ته ورغی او هلته يې له علمي څيړونکو، د تصديو استازو، کارکوونکو او د بهرنيو تصديو له استازو سره صميمانه فضا کې خبرې اترې وکړې.

شي جين پينګ وويل، چيني شکله عصري کېدل د لوېديځو هېوادونو له عصري کېدو سره په اساسي توپيرونه لري، د لوېديځو هېوادونو عصري کېدو په بهير په دې ولاړ دی چې دوه قطبونه رامنځته کړي او د نورو شتمنۍ لوټ کړي.

ده زیاته کړه، چيني شکله عصري کېدل د چين د حقيقتونو پر بنسټ جوړېږي، د چين له حالت سره سم هدف، پلان او ستراتيژي لري. موږ به چیني شکله عصري کېدل په ثابته توګه ګام په ګام پر مخ بوزو.