د چين د تېلو او کمياوي ډله د طبيعي ګازو تر ټولو لویې نړيوالې پروژې کې برخه اخلي
CMG2023/04/13 11:42:11
شريکول:

د چين د تېلو او کمياوي ډله د اپرېل په ۱۲مې نېټې اعلان کړی، چې د قطر په پلازمينه دوحه کې یې د قطر انرژۍ شرکت سره د دغه هېواد د ګازو شمالي سیمې د پراخولو پروژې کې د ونډې اخیستنې تړون لاسلیک کړی دی.

د تړون له مخې، د قطر د انرژۍ شرکت به د ګازو شمالي سیمې د پراختیايي پروژې ۱.۲۵ سلنه ونډه د چين پر تېلو او کمياوي ډلې وپلوري.

د قطر انرژۍ شرکت د نړۍ د تیلو درېیو لویو شرکتونو څخه دی او په نړيواله کچه د طبیعي ګازو په تولید او پلور کې شهرت لري.

د چين د تېلو او کمياوي ډلې تمه ښودلې، چې د قطر د ګازو د شمالي سيمې پراختیايي پروژه به په ۲۰۲۶م کال کې پيل شي.

د قطر د ګازو شمالي سيمه په نړۍ کې د ګازو تر ټولو لویه سيمه ده او د پراخولو پروژه يې په نړۍ کې د مایع طبیعي ګازو تر ټولو لویه پروژه بلل کيږي.

د مالوماتو له مخې، په دې پروژې کې به د پانګونې عمومي ارزښت ۲۸.۷۵ ملیاردو امریکایي ډالرو ته ورسېږي او له بشپړېدو وروسته به يې د قطر د مایع طبیعي ګازو د صادراتو کلنی حجم له اوسنی ۷۷ ميلیونو ټنو څخه ۱۱۰ ميلیونو ټنو ته لوړ شي. (ژباړه: شکريه)