چين د افغانستان مسئلې په اړه خپل دريځ سند خپروي
CMG2023/04/13 15:20:42
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویبپاڼې د اپرېل په ۱۲مه نېټه د افغانستان مسئلې په اړه د چين دريځ سند خپور کړ. په دغه سند کې لیکل شوي، چین او افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه دي، د دواړو هېوادونو د خلکو دوستي له اوږدې مودې راهیسې شته ده. په اوسني حالت کې د افغانستان مسئلې په اړه د چین دریځ دا دی:

۱-چین تل د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او د ځمکني بشپړتیا درناوی کوي، د افغانانو د خوښۍ انتخابونو، د افغانستان ديني عقيدې، ملي دودونو ته احترام کوي. چین هېڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي، په دغه هېواد کې خپلې شخصي ګټې نه لټوي او هېڅکله نه غواړي چې هلته خپل نفوذ پراخ کړي.

۲- چین له افغانستان څخه ملاتړ کوي چې نرمې، ثابتې او سالمې تګلارې غوره کړي. چین  دې ته سترګې په لار دی چې افغانستان یو پرانیستی او ټولشموله سیاسي چوکاټ جوړ کړي، نرمې او ثابتې تګلارې غوره کړي او د ګاونډیو په شمول له بېلابېلو هېوادونو سره دوستانه اړیکې ټينګې کړي. چین هم هیله لري چې د افغانستان لنډمهالی حکومت د ښځو او ماشومانو، ملي لږکیو په شمول د ټولو بنسټیز حقونه رعایت او تامین کړي.

۳- چین د افغانستان له سوله ییزې بیارغونې ملاتړ کوي. چین به په دوامداره توګه د افغانستان د بیارغونې لپاره تر وسې پورې مرستې وکړي او له افغانستان سره د مرستو ژمنې به جدي پوره کړي. چین به د اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې له افغانستان سره همکارۍ لا نورې وهڅوي او د طبي چارو، د بېوزلۍ د له منځه وړلو، کرنیزو چارو او له مصیبتونو سره د مبارزې په شمول ځینو ساحو کې له افغانستان سره همکارۍ ترسره کړي. چین د یو کمربند او یوې لارې په جوړونې کې د افغانستان د برخه اخيستنې هرکلی کوي.

۴- چین به د ترهګرۍ ضد د افغانستان له مبارزې کلک ملاتړ وکړي. د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ ډلې(East Turkestan Islamic Movement) د چین او افغانستان په شمول د سیمې امنیت سخت ګواښوي، اوس د دې ډلې ځينې غړي په افغانستان کې شته دي. چین هیله لري چې افغانستان خپله ژمنه جدي پوره کړي او د یادې ډلې په شمول د ټولو ترهګریزو ډلو د ځپلو لپاره اغېزناک تدبیرونه ونیسي او په افغانستان کې د بېلابېلو هېوادونو د خلکو، ارګانونو او پروژو خوندیتوب او امنیت تضمین کړي.

۵- چین د ترهګرۍ ضد مبارزې کې د څواړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي. نړیواله ټولنه باید د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره افغانستان ته اړین او اړوند توکي، تجهیزات او ټکنالوژۍ مرستې وکړي، دوه اړخیزې او څواړخیزې همکارۍ هم باید پياوړې کړي څو له دې څخه ډډه وکړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پټنځای او سرچینه وګرځي.

۶- چین له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو، بېلتون پالو او توندلارو ځواکونو ضد سخته مبارزه وکړي.

۷- چین له امریکې څخه غوښتنه کوي چې د افغانستان په اړه خپلې دندې په مسوولانه توګه اجرا کړي. د نړیوالو په اند، امریکا د افغانستان مسئلې د راپاروونکې په توګه د افغانانو ارزي ذخایر کنګل کړي او پر دغه هېواد يې بندیزونه لګولي، په افغانستان کې د بشردوستۍ حالاتو د خرابېدو تر ټولو لوی بهرنی لامل همدغه بندیز دی. واشنګټن باید پر افغانستان لګولي بندیزونه سمدلاسه لغوه کړي او د افغانانو دغه شتمنۍ دې دوی ته بېرته ورکړي.

۸- چین له دې سره مخالفت کوي چې بهرنی ځواک د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه یا نفوذ کوي.

۹- چین د افغانستان مسئلې په اړه د سیمې همغږۍ له پياوړتیا څخه ملاتړ کوي.

۱۰- چین غواړي د افغانستان د بشردوستۍ او کډوالو مسئلې په حل و فصل کې ورسره مرستې وکړي او په دې اړه د ملګرو ملتونو له فعال رول ملاتړ کوي.

۱۱- چین د نشه يي توکو د مخنیوي په اړه د افغانستان له کوښښونو څخه ملاتړ کوي. چین غواړي په افغانستان کې د نشه يي توکو پر ځای د نورو اقتصادي نباتاتو د کرلو، د نشه يي موادو د نړیوال قاچاق ضد د مبارزې او په سيمه کې د نشه يي موادو سرچینې د له منځه وړلو لپاره له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کوښښونه وکړي.