پیسو نړیوال صندوق: د نړۍ د پولي ثبات پر وړاندې خطرونه په چټکۍ راپورته کيږي
CMG2023/04/13 11:40:50
شريکول:

پیسو نړیوال صندق د اپرېل په يوولسمې نېټې د " نړيوال پولي ثبات راپور" خپور کړی او پکې يې ويلي، چې د نړۍ د پولي ثبات پر وړاندې خطرونه په چټکۍ مخ په ډېرېدو دي.

په راپور کې د نړيوال پولي سيسټم د خطرونو پر وړاندې د مبارزې توان کمزوری بلل شوی او پکې ويل شوي، چې ياد سيسټم له ګڼو سختو ازموينو څخه تيريږي.

په راپور کې له پالیسۍ جوړونکو څخه غوښتل شوې، چې د هر ډول سیسټامټیکې پیښې د مخنیوي لپاره داسې پرېکنده اقدام وکړي، چې د نړیوال پولي سیسټم انعطاف باندې احتمالي اغېزې ولري.

راپور وايي، چې په امريکا او اروپا کې د بانکوالۍ له وروستۍ ناارامۍ څخه د پیسو پالیسۍ او د پولي چاپېريال د سختېدو ننګونې څرګندېږي او د بانکي نرخ د خطر او د پيسو د تګ راتګ اړوند خطر اداره کولو کې د بانکونو ناکامي يې هم په ګوته کوي. (ژباړه: شکريه)