د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايوف د چين له بهرنيو چارو وزير چين ګانګ سره وکتل
CMG2023/04/13 10:44:49
شريکول:

د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايوف د اپريل په ۱۲مې نېټې د دې هېواد په پلازمېنې تاشکند کې د چين له بهرنيو چارو وزير چين ګانګ سره کتلي او په يو لړ مسئلو ورسره غږیدلی دی.

ميرضيايوف له چين ګانګ سره په لېدنې کې ويلي، چې حکومت يې د نوي ازبکستان په ابادۍ کې د چين ملاتړ ته په درنه سترګه ګوري، د یو چین پېژندنې پر اصل به ټينګار ولري، د ترهګرۍ، بېلتون غوښتنې او افراطيت ضد به ګډه مقابله وکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه به اباده کړي.

چين ګانګ ويلي، چې دواړه هېوادونه دې د سوداګرۍ او پانګونې د همکاریو پنځه کلن پلان پلی کړي، د مشرانو لخوا ټاکل شوی د ۱۰ ميليارډو ډالرو په ارزښت تجارتي حجم دې تر لاسه او پر اساس دې يې دوامدارې هڅې وکړي.

نوموړي د چين د مرکزي ګټو په مسئلو کې د ازبکستان د ملاتړ لوړه ستاينه کړې او ويلي يې دي، چې هېواد يې د ازبکستان د ملي حاکميت، خپلواکۍ او د خاورو د بشپړتيا له ساتنې او له اصلاحاتو او پرمختګ څخه کلک ملاتړ کوي او د دغه هېواد په کورنيو چارو کې د بهرنيو ځواکونو له هر ډول لاسوهنې سره مخالفت کوي.

چين ګانګ زياته کړې، چين غواړي له ازبکستان سره همکارۍ ژورې کړي،‌ د ترهګرۍ، بېلتون غوښتنې او افراطيت پر ضد ګډه مقابله وکړي او د دواړو هېوادونو او د سيمې سوله او ثابت وساتي.