د جاپان نفوس له ۱۹۵۰م کال راهيسې تر ټولو ډېر ټيټوالی موندلی
CMG2023/04/13 14:20:27
شريکول:

د جاپان د نړيوالو چارو او کومونيکېشن وزارت د اپرېل په ۱۲مې نېټې یو لړ نوې شمېرې کړي، چې له مخې يې د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر تر لومړۍ نېټې پورې، د دې هېواد عمومي‌ نفوس ۱۲۲ ميليونه او ۳۱ زره ښودل شوی دی.

د جاپان د نفوس دغه شمېر د  وړم کال په پرتله ۷۵۰ زره کموالی او له ۱۹۵۰م کال راهيسې تر ټولو ډېر ټيټوالی ښيي او په دغه شمېر کې يې بهرميشتي وګړي نه دي شمېرل شوي.

شمېرې ښيي، چې په جاپان کې په يادې مودې کې د نوزيږدو ماشومانو شمېر د وړم کال په پرتله ۳۲ زره کم شوی او کلنی شمېر يې ۷۹۹ زره ښودل شوی دی.

جاپان کې په همدې کال کې د خلکو د مړينې شمېر يو ميليون او ۵۳۰ زره ښودل شوی، چې دا شمېر د وړم کال د ورته شمېر په پرتله ۹۰ زره زیات او د نوزيږو ماشومانو شمېر پکې له ۱۶ کالونو راهیسې د مړو شويو کسانو د شمېر په پرتله کم دی.