مسکو: امريکا د روسيې په شاوخوا کې د بيولوژيکو وسلو پرزې توليدوي
CMG2023/04/13 14:21:26
شريکول:

د روسيې د وړانګو، کيمياوي او بيولوژيکي دفاع ځواک قوماندان کيريلوف د اپرېل په ۱۱مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې په دونباس سيمې کې يې د امريکا د بيولوژيکي تأسيساتو په اړه څېړنې کړي او داسې ښکاري، چې دغه هېواد د روسيې په شاوخوا کې د بيولوژيکو‌ وسلو پرزې توليدوي.

د روسيې تاس خبري اژانس خبر ورکړی، چې کيريلوف په همدې ورځ د دې هېواد د استازيو مجلس يوې ناستې ته د ځينو سندونو د څېړنو او د شاهدانو د مرکو له مخې ويلي، چې امریکا د نړيوال بيولوژيکي امنيت د ساتنې په پلمه بيولوژيکي څېړنې کوي او د روسيې په شاوخوا کې د بيولوژيکي وسلو پرزې توليدوي.

کيريلوف ويلي،‌ چې د دې هېواد ملي دفاع وزارت د ځانګړو پوځي عملياتو په ترڅ کې څه باندې دوه زره سندونه څيړلي او دا يې پکې موندلي، چې امريکا په اوکراين کې بيولوژيکي پوځي فعاليتونه ترسره کړي دي.