د امريکايي ځواکونو پټو سندونو شکونه په ډاګه کړي
CMG2023/04/13 12:54:56
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اپرېل په ١٢مې نېټې د امريکا د پوځ د پټو سندونو د افشا کېدو په اړه د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، چې دغه افشا شوي پټ سندونه د دې ښکارندويي کوي، چې امريکا د اوکراين په شخړې کې ژوره نښتې ده.

نوموړي ويلي، چې ياد ډاګيز سندونه د دې څرګندويي هم کوي، چې امريکا له اوږدې مودې راهیسې د خپلو ملګرو په ګډون د ډېرو هېوادونو ضد څارګرې چارې او د چارواکو خبرو ته يې پټه غوږ نېونه ترسره کوي.

وانګ ون بين ويلي، چې امریکا باید په دې اړه نړیوالې ټولنې ته توضيحات ورکړي.

راپورونه وايي، د امريکې دا لومړی ځل نه دی، چې د خپلو ملګرو هېوادونو په اړه د جاسوسۍ پټې چارې ترسره کوي، بلکې څو څو ځلې يې ورته چارې رسنيزې شوې دي.

د امريکا د استخباراتو مرکزي ادارې (CIA) پخواني شنونکي په يوې مرکې کې ویلي، چې د امریکا ملګري هيوادونه په حقیقت کې د امریکا تر اغېزې لاندې دي.