د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اپرېل په ۱۲مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې هېواد يې د امریکا او فيليپين د ګډې اعلاميې په اړه سخته اندېښنه او کلک نارضايت څرګند کړی دی.
امريکا او فيليپين په يوې ګډې اعلاميې کې په سمندر کې د چین پر قانوني فعاليتونو تورونه لګولي او له حقیقته لرې او په پټو سترګو يې چين تورن کړی دی.
بېجينګ د دواړو هېوادونو له يادې اعلاميې سره سخت مخالفت ښودلی دی.
وانګ ون بين ويلي، چې چين په دې خبر دی، چې د اپرېل په ۱۱مې نېټې، فيليپين او امريکا د وزيرانو په کچې (2+2) ډيالوګ تر سره کړی او په يوې ګډې اعلاميې کې يې له چين څخه غوښتي، چې تش په نوم د ۲۰۱۶م کال د نان های سمندرګي محاکمې مراعات کړي.
اعلاميې کې دا هم راغلي، چې دواړه هېوادونه به په فيليپين کې د امريکا د پوځي اډې د جوړولو په لور ګام پورته کړي او واشنګټن به یې مالي ملاتړ وکړي.
د فيليپين ولسمشر فيرديناند روموالديز مارکوس بيا په دې اړه د چين غبرګون حيرانوونکی نه دی بللی.