د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني د اپرېل په ۱۲مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د ايران يو ډيپلوماتيک پلاوی په همدې ورځ د سعودي عربستان پلازمينې رياض ته تللی او هلته به د دې هېواد د سفارت د بيا پرانستنې په اړه تيارى ونيسي.
ناصر کنعاني ويلي، چې د سعودي عربستان چارواکو د ایراني پلاوي تود هرکلی کړی دی او په وينا يې، دوه کاري ډلې به يې په ریاض او جده کې د سفارت او کونسلګرۍ د بیا پرانستنې لپاره لازم چمتووالی ونیسي.
نوموړي په ورته وخت کې دا هم ويلي، چې د سعودي عربستان پلاوی د روانې میاشتې په ۸مې نېټې د ایران پلازمېنې تهران ته تللی او په ۱۳مه نېټه به د ایران ختیځ ښار مشهد ته لاړ شي او د سفارت او کونسلګرۍ د بیا پرانستنې لپاره به چمتوالی ونیسي.