چين ګانګ د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزير سره وکتل
CMG2023/04/14 12:58:42
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ پر ځايي وخت د اپرېل په ۱۳مه نېټه د ازبکستان په سمرقند ښار کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د خارجه وزيرانو په غونډيو کې ګډون وکړ.

نوموړي د دې غونډې په بهیر کې د افغانستان د سرپرست حکومت له بهرنيو چارو وزير امير خان متقي سره وکتل.

 

چين ګانګ وويل، چين او افغانستان دوه ګاونډي او نږدې دوست هېوادونه دي. چين تل د افغانستان خپلواکۍ، ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته پوره درناوی لري، د افغانانو د خوښۍ انتخاب ته احترام کوي، هيڅکله به د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي، او نه به هم په دغه هېواد کې خپلې شخصي ګټې ولټوي. چين د افغانستان ملاتړ کوي، چې په سياسي چارو کې نرمې، ثابتې او سالمې تګلارې غوره او پلې کړي، له نورو ګاونډيو هېوادونو سره همغږي او همکاري پياوړې کړي او دغه هېواد د ورېښمو لارې لپاره د دايمي امنه او سمسوره سيمه جوړه کړي.

 

چين ګانګ پر دې ټينګار وکړ: ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د چین د حکومت له خوا يو ترهګريز سازمان پيژندل شوی. موږ اميد لرو چې افغان طالبان د ترهګرو ډلو پر وړاندې کلکه مبارزه وکړي او په دغه هېواد کې د چيني ادارو او اړوندو کارونکو امنيت وساتي. چين غواړي له افغانستان سره خپلمنځي عملي همکاري پياوړې کړي او له افغانستان سره وړيا مرستې برابرې کړي. چين غواړي د يو کمربند او يوې لارې وړاندیز د افغانستان د پرمختګ له ستراتيژۍ سره ونښلوي، د حکومتولۍ په برخه کې د تبادلو د پياوړتيا، له افغانستان سره د غوره شخصيتونو په روزنې، د نشه يي توکو د کرکیلي او راکړې ورکړې د مخنيوي او دغو توکو د کرنې بدیل په برخه کې مرسته وکړي څو د خپلواک افغانستان او دوامدار پرمختګ په برخه کې يې له دغه هېواد سره مرسته وکړي.

 

امير خان متقي په دې لیدنه کې د چين له اوږدمهاله سياسي ملاتړ څخه مننه وکړه، ((د افغانستان مسئلې په اړه د چين دريځ )) سند له خپرولو يې هرکلی وکړ او زیاته يې کړه چې هېواد يې د چین ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوي، د امنیت په برخه د چين پر اندیښنو پوهېږي او افغانستان به هېڅکله هېچاته اجازه ور نه کړي، چې د دغه هېواد له خاورې په استفادې د چين ګټو ته زيان ورسوي. افغانستان به په پوره قوت سره په هېواد کې د چيني ادارو او اړوندو کارونکو امنيت وساتي. هيله لري چې د يو کمربند او يوې لارې وړاندیز په ابادۍ کې فعال ګډون وکړي او له چين سره اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ پياوړې کړي. هغه چين ته د سعودي عربستان او ايران ترمنځ د تاريخي روغې جوړې د برياليتوب له امله مبارکي وویله او زیاته يې کړه چې دا د يو ستر هېواد په توګه د چين نړيوال اغيز او مسووليت څرګندوي.