چين ګانګ د چين، روسیې، پاکستان او ايران د خارجه وزيرانو د ۲مې غير رسمي غونډې مشري وکړه
CMG2023/04/14 12:43:52
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير چين ګانګ پر ځايي وخت د اپريل په ۱۳مه نېټه د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان مسئلې په اړه د چين، روسيې، پاکستان او ايران د خارجه وزيرانو د دوهمې غير رسمي غونډې مشري وکړه. د روسيې، ايران او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو سيرګي لاوروف، حسين امير عبداللهیان او حنا رباني کر په دغه غونډه کې ګډون درلود. 

مختلفو برخه والو د افغانستان پر اوسنيو حالاتو خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه، پر امريکا او لويديځو هېوادونو يې غږ وکړ چې خپل مسؤليتونه دې تر سره کړي، په افغانستان کې دې ناارامي جوړه نه کړي او خپله پړه پر نورو وا نه چوي. دغه راز مختلفو خواوو له افغان طالبانو هم غوښتي چې يو ټولشموله سياسي چوکاټ جوړ او د ښځو حقونه دې تامين کړي. څلور خواوې موافقې ته رسېدلې چې د خپلمنځي همغږۍ په پياوړتيا د څلورو هېوادونو  او څلوراړخيز/کګږ ميکانيزم ځانګړی رول ولوبوي څو نړيواله ټولنه په افغانستان کې د سولې او پرمختګ د ژر تر سره کېدو په پار ګډې هڅې وکړي.

د چين خارجه وزير چين ګانګ تر يادې څلوراړخيزې غونډې وروسته رسنيو ته د غونډې پايلې معرفي کړې:

لومړۍ، په ياده غونډه کې يو ځل بيا پرې ټينګار شوی چې د افغانستان د ملي حاکميت، نوخپلواکۍ او د خاورو بشپړتيا ته باید احترام وشي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت سره دې د دغه هېواد سياسي راتلونکې او پرمختيايي لار وټاکل شي. 

دوهم، څلور خواوې باید افغانستان کې ترهګرۍ ضد او امنيتي حالت په پام کې ولري او د دغه هېواد له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې په لا زياتو واقعي اقداماتو سره دې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې کړې ژمنې پوره کړي، له افغان خاورې دې هېڅ ترهګرې ډلې ته د استفادې اجازه نه ورکوي او مخه يې دې ونیسي او په اغېزمنو تدبيرونو دې په دغه هېواد کې د بهرنيو ارګانونو، شرکتونو او اتباعو امنيت او قانوني حقونه خوندي وساتي. 

درېيم، څلور خواوې پر افغان طالبانو غږ کوي چې يو ټولشموله حکومت جوړ کړي او د ماشومانو، ښځو او لږکيو په شمول د ټولو افغانانو بنسټيز حقونه وساتي. 

څلورم، څلور خواوې پر دې ټينګار کوي چې امريکا او ملګري يې د افغانستان د اوسنيو حالاتو په اړه تاريخي مسؤليتونه لري، بايد سمدلاسه پر افغانستان يو اړخيز بنديزونه لرې کړي، د افغانانو کنګل شوې شتمنۍ دې بېرته ورکړي او په افغانستان او سيمه کې بايد هېڅ پوځي اډه جوړه نه کړي. 

 

( سپوږمۍ)