په لومړۍ ربع کې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۴.۸ سلنه زيات شوی
CMG2023/04/14 14:58:46
شريکول:

د چين د ګمرکونو عمومي ادارې د اپرېل په ۱۳مه نېټه یوه شمېرنه خپره کړه او له مخې يې د روان کال په لومړۍ ربع کې د توکو د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۹۸۹۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴.۸ سلنه زيات شوی دی. له دې جملې څخه د صادراتو عمومي ارزښت ۵۶۵۰ ميليارډه یوانه و، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله يې ۸.۴ سلنه زیاتوالی موندلی او د وارداتو عمومي ارزښت ۴۲۴۰ ميليارډه یوانه و، چې د تير کال د همدې مودې په پرتله يې صفر اعشاريه دوه سلنه زیاتوالی موندلی.

له يادې شمېرنې څخه څرګندېږي چې سږ کال د چين د وارداتو او صادراتو پيل ثابت دی او هره میاشت لا ښه کېږي. (ژباړه: شکريه)