د سعودي عربستان او او سوريې د بهرنيو چارو وزيرانو د اپرېل په ۱۲مه نېټه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره د دې هرکلی کړی، چې دواړو هېوادونو د خپلمنځي کنسولي خدمتونه او ملکي پروازونه بېرته پيل کړي دي.
د سعودي عربستان د خبر له مخې، د سوريې د بهرنيو چارو زير فیصل مقداد په همدې ورځ د سعودي عربستان لويديځ ښار جدې ته لاړ او له دغه هېواد څخه د لیدنې په ترڅ کې يې له خپل سيال فیصل بن فرحان بن عبدالله آل سعود سره يې وکتل. دا په ۲۰۱۱م کال کې د سوريې بحران له رامنځته کېدو وروسته سعودي عربستان ته د سوريې د بهرنيو چارو وزير لومړی سفر دی.
دواړو خواوو د مقداد د ليدنې له پای ته رسېدو وروسته د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې دواړو خواوو د سوريې بحران د سياسي حل او د دغه هېواد د يووالي، امنيت او ثبات د ساتلو په اړه بحثونه کړي دي.