چين ګانګ د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په څلورمه غونډه ګډون وکړ
CMG2023/04/14 11:37:53
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د اپرېل په ۱۳مه نېټه د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په څلورمه غونډه ګډون وکړ. د ازبکستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير سعيدوف د دغې غونډې مشري وکړه او د روسيې، ايران ، تاجکستان، پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو، د ترکمنستان  د بهرنيو چارو وزارت لومړي مرستيال په دغه غونډه کې ګډون وکړ.

چين ګانګ په دغه غونډه کې پر دې ټينګار وکړ، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه بايد لارښوونکی رول ولوبوي او د ستونزو او ننګونو د لري کولو او د ثابت پرمختګ د رامنځته کولو په برخو کې دې له افغانستان سره مرستې وکړي.

ده وړاندیزونه وکړل:

۱ـ ګاونډي هېوادونه بايد په افغانستان کې له ميشتو ترهګريزو ځواکونو سره په کلکه مبارزه وکړي، د ترهګرۍ د رامنځته کېدو رېښې دې له منځه یوسي او باید اجازه ور نه کړل شي، چې افغانستان يو ځل بيا د ترهګرۍ پر پټنځای او د رامنځته کېدو او خپرېدو سرچينه وګرځي.

۲ـ ګاونډي هېوادونه بايد له امريکا څخه غوښتنه وکړي، چې خپل مسئوليت ادا کړي. امريکا بايد سمدلاسه پر افغانستان يواړخيز بنديزونه لغوه کړي او افغانانو ته دې د هغوی کنګل شوې پيسې بېرته ورکړي.

۳ـ ګاونډي هېوادونه بايد د افغانستان له سرپرست حکومت څخه د ټولشموله سياسي چارو د تطبيق غوښتنه وکړي. ګاونډي هېوادونه بايد د دغه هېواد خپلواکۍ، ملي حاکميت او ملي حیثیت ته د درناوي پر بنسټ د افغانستان د سرپرست حکومت لارښوونه وکړي، چې د زمانې له جريان سره دې ځان برابر کړي، د نورو اسلامي هېوادونو له کړنو او تجربو دې زده کړه وکړي او د سياسي قدرت د جوړونې او د تګلارو د تطبيق په چارو کې دې ټولشموليت او پرمختګ وښيي.

۴ـ ګاونډي هېوادونه بايد د افغانستان په اړه د تطبيق وړ همکارۍ وکړي.

۵ـ د دغې غونډې ګډونوالو د افغانستان مسئلې په اړه بحثونه وکړل او له دې سره يې موافقه وکړه، چې دغه غونډه په مناسب وخت کې جوړه شوې، د سيمې هېوادونه ګډ برخلیک لري او خپلمنځي همکارۍ دې پياوړې کړي، (( د تون شي پېشنهاد )) دې عملي کړي او د سيمې راکړې ورکړې دې وهڅوي.