قطر او بحرين د خپلمنځي ډيپلوماتيکو اړيکو د بيا پيل پرېکړه وکړه
CMG2023/04/14 11:23:37
شريکول:

د قطر او بحرين ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د بيا پيلولو چارو د تعقیبولو کمېټې د اپرېل په دوولسمه نېټه د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې دوهمه غونډه تر سره کړه. دواړو هېوادونو پريکړه وکړه، چې د ملګرو ملتونو د منشور او د ډيپلوماتيکو اړيکو په اړه د ويانا تړون له مخې به خپلمنځي ډيپلوماتيکې اړيکې بيا پيل کړي.

د قطر خبري اژانس د اپرېل په ۱۲مه نېټه خبر ورکړ، چې د قطر او بحرين پلاويو په خبرو اترو کې پر دې ټينګار وکړ، چې د ډيپلوماتيکو اړيکو بيا پيل د دواړو خواوو ګډه هيله ده او د دوه اړخيزو اړيکو پرمختګ او د خليج سيمې د وحدت او يووالي کېدو بهير پياوړتيا د دغې پرېکړې موخه ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو بيا پيل د خليج همکارۍ شورا له منشور سره سمون لري او د هېوادونو د برابرۍ، ملي حاکميت او خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا او ښه ګاونډيتوب اصولو ته درناوی دی.

د ۲۰۱۷م کال په جون کې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرين او مصر پر قطر له ترهګرۍ څخه د ملاتړ او د سيمه ييز امنيت د زيانولو په تور له دغه هېواد سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې او پر دغه هېواد يې بنديزونه ولګول. ورپسې نورو زياتو هېوادونو له قطر سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې.  قطر پر خپل ځان دغه تورونه رد کړي وو.