د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتيکو او امنيتي تګلارو لوړ پوړي استازي جوس بوريل پر کرونا وبا د اخته کېدو له امله چین ته خپل سفر ځنډولی
CMG2023/04/14 13:08:17
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اپرېل په ۱۳مه نېټه له چين څخه د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتيکو او امنيتي تګلارو لوړ پوړي استازي جوس بوريل د ليدنې د ځنډېدو په مناسبت څرګندونې وکړې او بوريل ته يې د ژر روغېدو هيله وړاندې کړه.

د هغه خبر له مخې چې د اپرېل په ۱۲مه نېټه خپور شوی، ټاکل شوې وه چې د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتيکو او امنيتي تګلارو لوړ پوړي استازي جوس بوريل د پلان له مخې د اپرېل له ۱۳مې نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې له چين څخه ليدنه وکړي او د چين او اروپا ترمنځ به د لوړې کچې دوولسم ستراتيژيک ډيالوګ تر سره کړي. خو وروسته بوريل ویلي، چې د ده د کرونا ويروس د ټېسټ پايله مثبته شوې او له دې امله به له چين څخه ليدنه وځنډوي.

وانګ ون بين د اپرېل په ۱۳مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې اروپايي لوري چين ته د بوريل د پرېکړې په اړه خبر ورکړی او چين هرکلی کوي، چې نوموړی د دواړو خواوو لپاره په مناسب وخت کې له چين څخه ليدنه وکړي.