د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو د اپرېل په ۱۳مه نېټه وويل، ترکيې او مصر موافقه کړې چې د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو لپاره د سفير په کچه ډيپلوماټيکې اړيکې بېرته اعاده کړي.
مولود چاووش اوغلو په همدې ورځ په انقره کې د مصر د بهرنيو چارو وزير سامح شکري سره وکتل.
له دې لیدنې وروسته د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو رسنيو ته وويل چې اوس دواړه هيوادونه غواړي چې خپلې سياسي اړيکې د شارژدافير له کچې څخه د سفير کچې ته لوړې کړي او ډېر ژر به يو بل ته د سفيرانو د لېږلو په اړه ګډه اعلامیه خپره کړي.
شکري په دې غونډه کې وويل: د دې ليدنې مهمه برخه دا ده چې د دواړو هيوادونو ترمنځ اړیکې پياوړې کېږي او په سياسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې خپلې همکارۍ پراخوي.
ده زیاته کړه چې دواړه هېوادونه غواړي چې خپلمنځي اړيکې يې ښې شي.