د امريکا د عدلیې وزارت د ځواکونو د پټو سندونو د افشا کولو شکمن کس نیولی
CMG2023/04/14 13:09:56
شريکول:

د امريکا د عدليې وزير ميريک ګارلنډ د اپرېل په ۱۳مه نېټه وويل، دغه وزارت په همدې ورځ د امريکا د هوايي ځواکونو د ملي ګارډ يو غړی نيولی. دغه وګړی په هغه پښه کې په لاس لرلو تورن بلل کيږي، چې په دې وروستيو کې د روسيې او اوکراين د کړکېچ په اړه د امريکايي ځواکونو پټ او سري سندونه افشا شوي.

وزير ګارلنډ په همدې ورځ د عدليې وزارت په يوه مطبوعاتي ناسته کې وويل، چې د جاک تيشيرا په نوم سړی د همدې ورځې په ماسپښين د امريکا د فيډرالي تحقيق بيرو له خوا نيول او بندي شوی دی، ځکه نوموړي له اجازې پرته د ملي دفاع د پټو او سري معلوماتو پر انتقال، ساتلو او خپرولو تورن بلل کيږي. د دې قضيې سپيناوی به د ماساچوسيټس ايالت په محکمه کې تر سره شي.

سرچینې ويلي چې د يادو پټو او سري سندونو د افشا کېدو د پېښې په اړه د امريکا د عدليې وزارت پلټنه روانه ده او په مناسب وخت کې به نور زيات معلومات خپاره شي.