د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په څلورمه غونډه کې د سمرقند اعلاميه خپره شوه
CMG2023/04/14 16:15:11
شريکول:

د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو څلورمه غونډه د اپرېل په ديارلسمه نېټه د ازبکستان په پلازمينه سمرقند کې تر سره شوه. 

د چين، ايران، پاکستان، روسيې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنيو چارو وزيرانو او لوړ پوړيو چارواکو په دې غونډې کې ګډون کړی و.

اړوندو خواوو په صادقانه او ښه فضا کې د افغانستان د اوسني وضعيت او راتلونکې په هکله رغند بحثونه وکړل او په دې هېواد کې يې د ټولشموله حکومت، د ترهګرۍ ضد مبارزې، د امنيتي همکارۍ، له نشه يي توکيو سره د ګډې مبارزې، د خلکو د ژوند د ښه والي او بشري مرستو په شمول د ډېرو برخو په هکله يوه اعلاميه خپره کړه.