د برازيل ولسمشر د دغه هېواد او چین خپلمنځي اړیکې او بریکس هیوادونو خپلمنځی همکارۍ وجاجولې
CMG2023/04/14 14:57:24
شريکول:

د برازيل ولسمشر لويز اناچيو لولا د اپرېل په ۱۳مه نېټه چين ته د سفر په جريان کې د شانګهای د نوي پرمختيايي بانک مقر ته لاړ او د دې بانک د نوي مشر او د برازیل د پخوانۍ ولسمشرې ديلمه روسيف د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ.

لولا د بريکس هېوادونو همکارۍ په لوړه کچه ارزیابي کړې او د نوي پرمختيايي بانک د راتلونکې په اړه يې ډېرې هيلې څرګندې کړې.

ده وویل: "دا د هغو دودیزو بانکونو څخه خورا توپیر لري چې د پرمختللو هیوادونو لخوا تسلط ساتي."

لولا په عين وخت کې زياته وکړه چې د برازيل او چين ترمنځ همکاري ټينګ بنسټ لري. چين د نړيوال پرمختګ او سولې د ټينګښت لپاره ډېر مهم رول لوبوي.

هغه وویل: «زه به د خپلې ولسمشرۍ دوره کې د برازيل او چین د هراړخیزو ستراتیژیکو همکاريزو اړيکو د پراختیا لپاره کار وکړم."