د چین د بهرنۍ سوداګرۍ نوی حیاتي ځواک
CMG2023/04/14 15:29:17
شريکول:

اوسمهال د چین ځینې تولیدات په بهرنیو بازارونو کې د مشتریانو ډېر خوښې او پام وړ شوي دي. د بېلگې په توګه، د چین د بي وای ډيBYD شرکت لخوا تولید شوي برېښنايي موټرونه د ټایلنډ په بازار کې د مشتریانو لخوا ډېر خوښېږي. د ټایلنډ د AutoLife اوتو لایف ویبپاڼې شمېرې ښيي، د یاد شرکت یو ډول برېښنايي موټر په تېر مارچ کې په ټایلنډ کې 2434 پلورل شوي او د مسلسلو درېیو ځلو لپاره د پلورنې لومړی مقام يې نیولی.

د چین د ګمرکاتو عمومي ادارې د اپریل په ۱۳مې نېټې یوه تازه شمېره ښودلې چې له مخې يې د سږ کال په لومړۍ ربعه کې د چین د برېښنايي موټرونو، لیتیم بیټرۍ او لمریزې بیټرۍ صادراتي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په نسبت 66.9 سلنه زیات شوی او د صادراتو په زیاتوالي کې يې ۲ سلنه خدمت کړی. له دې څخه ښکاري چې د نویو تولیداتو په اثر د چین په صادراتو کې نوی حیاتي ځواک برابر شوی دی.

اوس په ګردې نړۍ کې د انفلاسیون سویه لوړه ده، د عمده او لويو اقتصادونو د اقتصاد زیاتوالی کمزوری شوی. د سوداګرۍ نړیوال سازمان اټکل کړی چې سږ کال به د ګردې نړۍ د توکو معاملو اندازه 1 سلنه وي او دغه انډول د تېر کال په نسبت به 2.5 سلنه کم شي. د سوداګرۍ د ساتنې غوښتنې او د جغرافیايي سیاست په شمول د ځینو ننګونو له امله، د چین بهرنۍ سوداګرۍ له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

د سږ کال د لومړۍ ربعې بشپړې شمېرې ښيي، د چین د توکو د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت 9890 میلیارډو یوانو ته رسېدلی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله 4.8 سلنه زیات شوی. په عین وخت کې په لومړۍ ربعه کې د چین 457 زرو تصدیو په بهرنۍ سوداګرۍ کې ګټې تر لاسه کړې او دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵.۹ سلنه زیاتوالی ښيي. له دې څخه څرګندېږي چې د چین بهرنۍ سوداګري له ننګونو څخه وتلې او د ثابت پرمختګ په لوري روانه ده.

د چین په بهرنۍ سوداګرۍ کې د یادولو وړ ده چې د ملکي تصدیو د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي سرعت ډېر ګړندی دی او د چین او نویو اقتصادونو ترمنځ سوداګریز تګ راتګ ډېر زیات شوی دی.

بهرنۍ سوداګرۍ د چین اقتصاد د ارزونې یوه نښه ده، د سږ کال په لومړیو کې د بهرنۍ سوداګرۍ ښې شمېرې د چین اقتصاد ثابت بنسټ ښکاري. نړیوال بانک د تېر مارچ په پای کې د ختيځې اسیا او ارام سمندر سیمې د اقتصادي حالت د وړاندوینې راپور خپور کړ چې پکې يې د سږ کال د چین اقتصادي پرمختګ انډول5.1 سلنې ته لوړ کړ، خو په تېره جنورۍ کې دغه شمېر 4.3 سلنه و.

په حقیقت کې د چین د لوړې سویې پرانیستنې او ورخلاصون تګلارو هم د بهرنۍ سوداګرۍ څخه قوي ملاتړ کړی. سږ کال د یو کمربند او یوې لارې د جوړونې وړاندیز له لسمې کلیزې سره برابر دی، په لومړۍ ربعه کې د چین او د کمربند او لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو ارزښت ډېر زیات شوی دی. د سیمې د هراړخیزو اقتصادي همکاریزو اړیکو تړون یانې رسیپ تړون به د راتلونکي جون په ۲مې نېټې پر فیلیپین رسمي نافذ شي، په هغه وخت کې به د دغه تړون د 15 غړيو هېوادونو ترمنځ سوداګریز تګ راتګ نور هم پراخ شي.

د چین د صادراتي او وارداتي توکو ۱۳۳م معاملوی نندارتون به د مارچ په ۱۵مې نېتې په ګوانګ جو ښار کې پرانیستل شي. نږدې 35 زره تصدۍ به په دغه نندارتون کې برخه واخلي او د سږني نندارتون پیمانه به بې ساري لویه شي.

اوس نړیوال چاپېریال پېچلی دی او د نړیوالې سوداګرۍ راتلونکی لا هم له ننګونو سره مخ ده. خو دا مو لیدلي چې د چین اقتصاد له ستونزو سره د مقابلې پیاوړی توان لري او ستر پټ ځواک او حیاتي قوت لري. د چین د اقتصاد عمومي حالت په ښه والي سره به بهرنۍ سوداګرۍ کې به د ثابت پرمختګ په لوري روان وي او نړۍ ته به نور زیات ګټور فرصتونه برابر کړي.