چين ګانګ: نړيواله ټولنه دې د افغانستان مسئلې ته په هراړخيزه، متوازنه او عيني توګه وګوري.
CMG2023/04/14 10:33:23
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير چين ګانګ پر ځايي وخت د اپريل په ۱۳مه نېټه د چين، روسيې، پاکستان او ايران خارجه وزيرانو تر دوهمې غير رسمي غونډې وروسته يوه خبري ناسته جوړه کړه.

خارجه وزير چين ګانګ په دې ناسته کې څرګنده کړه چې د ملګرو ملتونو ارګانونه د افغانستان مسئله کې د مختلفو هېوادونو د دريځونو په همغږۍ، له دغه هېواد څخه د نړيوالې ټولنې د ملاتړ په هڅولو کې مهم رول لوبوي. د چين په شمول د افغانستان ګاونډيانو په دې وروستيو کې د افغان حکومت اړوندو تګلارو ته پام کړی او اندېښنه کوي چې داسې اقدامات ممکن د افغان ښځو پر بنسټيزو حقونو، بشري حالت او نړيوالې همکارۍ اغېز ولري. واک ته د افغان طالبانو له بيا رسېدو راهيسې هغوی څو ځله ټينګار کړی چې د ښځو حقونو ته به احترام او ساتنه به يې وکړي. موږ دې ته سترګې په لار يو چې داسې ژمنې پوره کړي او هيله لرو چې افغان طالبان د نړيوالې ټولنې اندېښنې ته په درنه سترګه وګوري او له اړوندو خواوو سره په دوستۍ او سلامشورې دا مسئلې حل کړي.

ښاغلي چين ګانګ دا هم وويل چې د ښځو حقونه ډېره مهمه مسئله ده، خو د افغانستان د ټولو مسئلو استازيتوب نه کوي او سرچينه او مرکزي ستونزه يې هم نه ده. نړيواله ټولنه دې د افغانستان مسئلې ته په هراړخيزه، متوازنه او عيني توګه وګوري. اوس په افغانستان کې دوه په درېيمه برخه نفوس له لوږې سره مخ دی. افغانان لا تر اوسه د ترهګرۍ او بهرنۍ لاسوهنې تر سيورۍ لاندې ژوند کوي. د دغه هېواد مسئله د حل يوې عمومي او سيستماتيکې لايحې ته اړتيا لري. که ټولنيز ثبات، د امنيتي حالت ښه والی او اقتصادي پرمختګ موندل کېږي، د ښځو حقونه بيا تامينېدای شي. چين دا اعلان کوي چې نړيواله ټولنه د اقتصادي پرمختګ، د خلکو ژوند د ښه والي او بشري چارو په برخو کې له افغانستان سره خپلې مرستې ته دوام ورکړي او د ډيالوګ له لارې د نرمو او ثابتو تګلارو د پلې کولو په پار د افغان طالبانو لارښوونه وکړي څو د ماشومانو، ښځو او لږکيو په شمول د ټولو افغانانو بنسټيز حقونه خوندي شي. 

 

( سپوږمۍ)