نړيوال بانک د پيسو نړيوال له صندوق سره د ۲۰۲۳کال د پسرلي د ګډ کانفرانس په ترڅ کې د اپرېل په ۱۳مه نېټه يوه خبري ناسته تر سره کړه. د نړيوال بانک مشر ډاويډ مالپاس وويل، چې د اوسني نړيوال اقتصاد د بيا احيا کېدو په حال کې د چين اقتصاد مثبت تمايل ښکاري، چې د نړيوال اقتصاد پرمختګ ته ګټې رسوي.
نوموړي وويل، چې هغه د تېر کال په دسمبر کې چين ته د سفر په ترڅ کې په دغه هېواد کې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول تګلارو د تنظيمولو وروسته د ملي اقتصاد د بيا احيا کېدو حالت ليدلی. چين د اقتصاد پرمختګ چټکوي او نړۍ ته د توکو برابرولو د ځنځیر د خونديتوب لپاره یې ثابت بنسټ اېښی دی. هغه په روانې اونۍ کې وویل، چې روان کال به نړيوال اقتصاد په عمومي ډول کمزوری وي، خو چين به پرمختګ وکړي.