د سعودي عربستان پلاوی د اپرېل په ۱۳مه نېټه له حوثي وسلوالو سره د اوربند تړون د تمدید په اړه د خبرو اترو د لومړي پړاو له پای ته رسېدو وروسته د يمن له صنعا څخه وخوځېد. دواړو خواوو په همدې ورځ تړون لاسلیک نه کړ، خو د خبرو اترو د دوهم پړاو تر سره کولو په اړه یې موافقه وکړه.
د سعودي عربستان پلاوی د اپرېل د ۱۳مې نېټې په شپه له صنعا څخه حرکت وکړ. د فرانسې اې اېف پي اژانس د حوثي وسلوالو او د يمن د حکومت د سرچينو په قول خبر ورکړ، چې دواړه خواوې د اوربند په اړه لومړنۍ هوکړې ته رسېدلي او وروستۍ هوکړه به تر تائيدېدو وروسته اعلان کړي. دواړو خواوو له سلامشورې وروسته پرېکړه کړې، چې د نظريو پر توپيرونو د بحث لپاره به د بل پړاو خبرې اترې وکړي.
د حوثي وسلوالو د لوړ پوړې انقلابي کمېټې مشر محمد علي حوثي ويلي، چې دواړو خواوو په مثبته فضا کې خبرې اترې تر سره کړې او د دوهم پړاو د خبرو اترو پلان يې ټاکلی دی.