چين ګانګ او د جرمني د بهرنيو چارو وزيرې د ډيپلوماتيکو او امنيتي ستراتيژیو شپږم ډيالوګ تر سره کړ
CMG2023/04/15 15:23:30
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير چين ګانګ او د جرمني د بهرنيو چارو وزيرې انالينا بايربوک د اپرېل په ۱۴مه نېټه په بيجينګ کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ډيپلوماتيکو او امنيتي ستراتيژیو شپږم ډيالوګ تر سره کړ.

چين ګانګ وويل، چې چين او جرمني ملګري  هېوادونه دي، خو سيال نه او دواړه هېوادونه بايد په خپله خوښه خپلمنځي اړيکې ټينګې کړي. اوس چين د باکيفيته پرمختګ هڅونه کوي او د پرمختګ د نوی شکل د جوړولو ګامونه چټکوي او په پر له پسې ډول د لوړې سويې ورخلاصون پراخوي. دا به نړۍ ته لا پراخ چيني بازار او چيني اړتياوې برابرې کړي او د جرمني په شمول بېلا بېلو هېوادونو ته به د پرمختګ فرصتونه ورسوي. چين غواړي له جرمني سره هراړخيز تګ راتګ او په هراړخيزو ساحو کې همکارۍ وکړي.

بايربوک وويل، چې جرمني په خپله خوښه له چين سره اړيکې ټينګوي او هیله لري، چې په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو تر منځ تګ راتګ بيا پيل کړي. دې زیاته کړه، چې نړۍ د ګډ برخليک ټولنه ده او بېلا بېل هېوادونه بايد د عدالت اصول مراعات کړي. جرمني د همکاريزو اړکيو او اقتصادي ځنځير د پرې کولو له نظر سره موافقه نه کوي او دا دريځ  لري، چې د دواړو هېوادونو تصديو ته دې په  مساوي توګه وګوري. نوموړي د سعودي عربستان او ايران د روغې جوړې لپاره منځګړيتوب کې د چين د برياليتوب  له امله دغه هېواد ته مبارکي وويله او  هیله یې وکړه، چې د نړيوالو موضوعاتو په هکله له چين سره نژدې همکارۍ وکړي او د اوکراين بحران د حلولو په چارو کې ځانګړی رول ولوبوي.