شي جين پينګ د برازيل له ولسمشر سره وکتل
CMG2023/04/15 11:16:58
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل  په ۱۴مه نېټه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د برازيل له ولسمشر لويز اناسيو لولا ډا سيلوا سره خبرې وکړې.

شي جين پينګ په دې کتنه کې وویل، چې روان کال د چين او برازيل تر منځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د جوړولو له ۳۰مې کليزې سره برابر دی او راتلونکی کال به د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو د جوړېدو له۵۰مې کليزې سره برابر وي. چين د باکيفيته پرمختګ او د لوړې سويې د ورخلاصون  هڅه کوي او د چيني شکله عصري کېدو له لارې په هراړخيزه توګه د چيني ملت د بيا  پیاوړتیا لپاره هلې ځلې او د برازيل په شمول بېلا بېلو هېوادونو ته  د لا زیات فرصتونو لپاره کار کوي. دواړه هېوادونه بايد واقعي همکارۍ ټينګې کړي، اوسنۍ مهمې او همکاريزې پروژې دې په ثابته توګه پياوړې کړي، د کرهنيزو چارو، انرژيو او د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ، د هوانوردۍ او فضانوردۍ، د ساينس او تېکنالوژيو په شمول ساحو کې دې د همکارۍ پټ توان ومومي.

شي زیاته کړه، چې چين هرکلی کوي د برازيل ښه توليدات د چين بازار ته داخل کړي. چين غواړي د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد او د برازيل د صنعتي چارو د بيا احيا کېدو د ستراتيژۍ ترمنځ د پيوستون او د ګډې ابادۍ په هکله له برازيل سره  خبرې اترې وکړي.

دغه راز د دواړو هېوادونو مشرانو د اوکراين بحران په هکله د نظريو تبادله  وکړه او دواړه په دې نظر وو، چې خبرې اترې د اوکراين بحران د حلولو يوازينۍ لاره ده او د دغه بحران د سوله ايز حل و فصل لپاره هره هڅه د ملاتړ وړ  ده.

دواړو مشرانو له خبرو اترو وروسته د تجارتي پانګونو، ډجيټلي اقتصاد، ساينس او تېکنالوژيو او نوښت په شمول ساحو کې د دوه اړخيزو همکاريو سندونه لاسليک کړل.

همدا راز دواړو  لوریو د چين ولسي جمهوريت او د برازيل د فدرالي جمهوريت تر منځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګښت په اړه ګډه اعلاميه خپره کړه.