د بريتانیې خبري رسنۍ:امريکا د تل په څېر د ملګرو ملتونو پر سرمنشي څارګري کوي
CMG2023/04/15 15:21:23
شريکول:

بي بي سي د اپرېل په ۱۲مه نېټه وويل، چې د پانټاګون د هغو پټو سندونو له مخې چې پر انټرنيټي شبکې لاس په لاس کيږي، د امريکا حکومت له اوږدې مودې راهيسې د ملګرو ملتونو پر سرمنشي انټونيو ګوټريس څارګري کړې او په ځينو سندونو کې د ګوټريس او د ده د مرستيالانو تر منځ شخصي  پیغامونه ريکارډ شوي دي. په دې هکله د ملګرو ملتونو سرمنشي وياند سټيفاني ډوجاريک د اپرېل په ۱۳مه نېټه وويل، چې ملګري ملتونه تر وسې پورې د مخابراتي خونديتوب  د ښه والي په هڅه کې دي او د ملګرو ملتونو له غړو څخه يې غوښتنه  کړې، چې په دغه سازمان کې د مخابراتي خونديتوب احترام وکړي.

يډورډ سنوډين په ۲۰۱۳ کال کې د ویکي لېکس له لارې يو سند خپور کړ، چې له مخې يې، د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام ادارې او د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق په شمول د دغه سازمان څانګې ټولې د امريکا د څارګرۍ په چوکاټ کي دي.