سروې: په امريکا کې د ډزو مسئله ډېره سخته او د اندېښنې وړ ده
CMG2023/04/15 11:24:25
شريکول:

په دې وروستيو کې په امريکا کې د ډزو پېښې ډېرې رامنځته شوي او څو ورځې مخکې د دغه هېواد په تينيسي او کينتوکي ايالتونو کې د ډزو پېښو زياتو وګړو ته مرګ ژوبله اړولې. که څه هم د امريکا خلکو پر ټوپکونو د کنټرول غږ پورته کړی، خو د ټوپکونو زورزياتی په امريکا کې ژوره رېښه لري، چې ترې ځان ژغورنه ډېره ستونزمنه  ده. د چين ميډيا ګروپ د سي جي ټي ان (CGTN) يوه نړيواله سروې ښيي، چې ۹۳،۱ سلنه ګډونوال يې په دې نظر  دي، چې د امريکا اوسنی سياسي نظام د ډزو پېښو د ډېروالي وضعيت نه شي بدلولی.

په امريکا کې د ډزو پېښې د امريکايي تنکيو ځوانانو د مړينې لومړی لامل ګرځېدلی دی. له ۲۰۱۹م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې په دغه هېواد کې د ډزو پېښو له امله د وژل شويو ماشومانو او تنکيو ځوانانو شمېر ۵۰ سلنه زياتوالی ښيي. د سي جي ټي ان د نړيوالې سروې تر ۸۰،۷ سلنه زياتو ګډونوالو د امريکا د ماشومانو او تنکيو د ژوند او امنيت په اړه اندېښنې څرګندې کړي.

د سي جي ټي ان دغه سروې په انګليسي، هسپانوي، عربي او روسي ژبو پر انټرنيټي شبکې خپره شوې او د خپرېدو په ۲۴ ساعتونو کې يې د نړۍ د څه باندې ۳۰ زرو انټرنيټي کاروونکو  رایې او نظريې تر لاسه کړي دي.