د برازيل ولسمشر لولا له چين ميډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه وکړه
CMG2023/04/15 11:33:08
شريکول:

د برازیل ولسمشر لویز انسیو لولا ډاسیلوا د اپرېل له ۱۲مې نېټې تر ۱۵مې نېټې پورې له چين څخه رسمي ليدنه وکړه. د چين ميډيا ګروپ خبریال د نوموړي  د سفر په ترڅ کې په بېجينګ کې  له هغه سره ځانګړې مرکه وکړه.

ولسمشر لولا له چين څخه د ده د ليدنې د موخې په اړه خبريال ته  وویل، چې چين او برازيل ډېرې ګډې ګټې لري. نوموړی هيله لري، چې له چين سره دايمي ستراتيژيکې او همکاريزې اړيکې ټينګې کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصاد، سوداګرۍ او علمي ټېکنالوژۍ راکړې ورکړې لا زياتې او د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو ترمنځ همکارۍ پياوړې کړي.

لولا په مرکې کې  وویل، چې چين په نژدې ټولو اقتصادي برخو، ساينس، ټېکنالوژۍ، توليد او پروژو کې د يوه لوی هېواد قوت ښودلی. چين په نړيواله صحنه کې ليدل کيږي او دغه هېواد هېڅکله جګړه نه ده پارولې، بلکې ګډ پرمختګ، پانګونې او ښوونې ته یې پاملرنه کړې او د انجينرانو، بيولوژيکو کارپوهانو، ډاکټرانو او فضانوردي پوهانو د روزلو له لارې له پخوانيو غښتلو هېوادونو سره سيالي کوي. نوموړي دغه ډول سيالي ارزښتناکه  وبلله او په افريقا او لاتيني امريکا کې د چين د پانګونې په اړه يې خوشحالي  وښوده.

لولا د اوکراين بحران په اړه  وویل، چې هغه د خبرو اترو له لارې د سولې پلان پر  پیداکولو ټينګار لري. ده زیاته کړه، چې په نړۍ کې يو ميليارډ وګړي  لوږې ځپلي دي او د نابرابرۍ وضعيت ډېر سخت دی. نړۍ سولې، روزکارۍ او د شتمنيو عادلانه وېش ته اړتيا لري. د نوموړي په اند چين د يادو مسئلو په حلولو کې اغېزمن رول  لوبولای شي.