شي جین پینګ له ګوانګ دونګ څخه لیدنه وکړه
CMG2023/04/15 15:18:42
شريکول:

 د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو ورځو کې د چین له ګوانګ دونګولایت څخه د خپلې لیدنې په ترڅ کې وویل، ګوانګ دونګ د چین د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو په بهیر کې مخکښ او تجربه لرونکې سیمه ده او د چيني شکله عصري کېدو په عمومي حالت کې مهم رول لري. 

ده زیاته کړه، چې د لوړ کيفيت د پرمختګ او د نوي پرمختيايي بڼې د جوړولو په ستراتيژيکي دندې باندې تمرکز کولو سره، د ګوانګ دونګ ولايت چارواکي بايد د هراړخيزو اصلاحاتو د ژورتیا، د لوړې کچې  ورخلاصون د پراخولو، د ساينس او ټېکنالوژۍ په برخه کې د ځان بسياينې توان د لوړتیا، د عصري صنعتي سيستم د جوړولو او د ښاري او کليوالي سيمو ترمنځ د همغږۍ پرمختګ، د چيني‌ شکله عصري کېدو د پرمخبېولو په برخو کېرهبرۍ ته دوام ورکړي.

 د اپرېل له ۱۰مې نېټې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې، شي جين پينګ په وار سره د ګوانګ دونګ ولایت د جان جيانګ، ماو مينګ او ګوانګ جو ښارونو له تصديو، بندرونو او کليوالو سيموڅخه ليدنه وکړه.

 شي جين پينګ د اپرېل د ۱۰مې نېټې په سهار لومړی د جان جيانګ ښار په دونګ های ټاپو کې د بحري پيداوارو د روزلو ملي اډې ته ولاړ او د سمندري کب نيولو چارو د پرمختګ په اړه یې معلومات  تر لاسه کړل. شي جين پينګ دې ته  په اشارې سره، چې د تخمونو چارې د عصري کرنې او کب نيولو چارو د پرمختګ بنسټ دی او دا کار بايد په ښه توګه تر سره شي.

شي جين پينګ د اپرېل د ۱۰مې نېټې په ماسپښين د جان جيانګ ښار د شو ون ولسوالۍ له بندر څخه ليدنه وکړه او د ګوانګ دونګ ولايت د ترانسپورتي بنسټيزو تاسيساتو د پرمختګ د پياوړتيا په اړه يې کاري راپورونه واورېدل.

شي جين پينګ د اپرېل په ۱۱مه نېټه د ماو مينګ ښار له بای چیاو کلي څخه لیدنه وکړه.‌ دغه کلی د لیچي (litchi) مېوې د کرلو ځانګړې سیمه ده، چې په کې شاوخوا ۴،۵ مربع کیلو متره دغه مېوې روزل شوي. شي جين پينګ د ځايي ځانګړتيا لرونکو کرلو او د سيلانيزو چارو د پرمختګ په اړه معلومات تر لاسه کړل او له اړوندو تخنيک کوونکو سره يې د نظریو تبادله وکړه.

 شي جين پينګ د اپرېل په ۱۲مه نېټه له ګوانګ جو ښار څخه لیدنه وکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ، چې د نړیوالې اقتصادي ودې د کمزورتیا په وړاندې، چين د پرمختګ د نوې بڼې د جوړولو چارې ګړندۍ کړي او د سوداګرۍ د چاپيريال د ښه والي لپاره ګامونه پورته کړي.  ده هیله وښوده، چې بهرني پانګوال به چين، ګوانګ دونګ ولایت او د ګوانګ دونګ-هانکانګ-مکاو لويې د خلیج سيمې ته د راتلو له فرصت څخه ګټه پورته کړي، چې د تصديو د پرمختګ  نوی ځلانده پیر به رامنځته کړي.

 شي جين پينګ دغه راز زیاته کړه، چې چين به په راتلونکې اوږدې مودې کې د اصلاحاتو او ورخلاصون د تطبيق تګلارې بدلې نه کړي او هېڅکله به د ورخلاصون دروازه په خپله ونه تړي. ټول هغه هېوادونه، چې له چين سره د ګډو ګټو او ګډ پرمختګلپاره همکارۍ ته لېواله دي، موږ غواړو ورسره يو ځای شو او د نړيوال اقتصاد ګډې سوکالۍ او پرمختګ ته وده ورکړو.   .

 شي جين پينګ د اپرېل د ۱۳مې نېټې په سهار د ګوانګ دونګ ولایت د ګوندي کميټې او د حکومت کاري راپورونه واورېدل او په بېلا بېلو چارو کې یې د دغه ولايت لاسته راوړنې وستايلې. شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه، چې د ګوانګ دونګ-هانکانګ-مکاو د خليج سيمه د چين د پرمختګ په نوې بڼه کې مهم ستراتیژیک موقعیت لري.