شي جين پينګ په (( چيو شه)) مجلې کې يوه مهمه ليکنه خپره کړه
CMG2023/04/16 13:39:39
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د اپرېل په ۱۶مې نېټې په (( چيو شه )) مجلې کې (( د نوی پرمختيايي شکل د جوړولو ګامونه دې چټک شي او د راتلونکي پرمختګ ابتکار بايد په خپل لاس کې ونيول شي)) په عنوان ليکنه خپره کړې ده.

په دغې ليکنه کې راغلي، د چين څه باندې يو ميليارډ او څلور سوه مليونه نفوس به په ګډه عصري ټولنې ته داخل شي چې دغه اندازه د اوسنيو پرمختللو هېوادونو تر عمومي نفوس زياته ده او د دې کار پر وړاندې ستونزې او ننګونې بې سارې دي. دغه راز چينايان بايد په ټينګه د پرمختګ ابتکار په خپلو لاسونو کې ونيسي.

په دې لیکنه کې دغه راز راغلي، چين بايد د مسئلو د حل وفصل محوري او سيستماتيکې مفکورې پر تطبيق ټينګار وکړي، د نوي پرمختيايي شکل پر ابادۍ د محدوديت د ماتولو پروړاندې شته مسئلې دې حل کړي، په هره برخه کې دې اصلاحات ژور کړي، د تمريناتو او ميکانيزمونو په برخو کې دې نوښت مومي، له خپل غوره والي دې کار واخلي او خپلې نيمګړتياوې دې پوره کړي.

لومړی، چين به د کورنيو اړتياوو د پراخوالي او د عرضې د جوړښت د اصلاحاتو چارې په منظمه او ښه توګه تر سره کړي. دوهم، چين به د علم او ټېکنالوژۍ په برخه کې د خپلواک پرمختګ او ځان بسياينې لپاره ګامونه چټک کړي. درېيم، چين به د عصري صنعتي سيستم ابادي پياوړې کړي. څلورم، چين به د ښارونو او کليو او د بېلا بېلو سيمو ترمنځ همغږي او مساوي او موازي پرمختګ رامنځته کړي. پنځم، چين به اصلاحات او ورخلاصون لا پياوړی کړي.