چين د ډجيټلي اقتصاد د دوستانه اړیکو په تړون کې د ګډون مثبته هڅونه کوي
CMG2023/04/16 15:01:49
شريکول:

په ګوانګ جو کې د چين د صادراتو او وارداتو د ۱۳۳م نندارتون په ترڅ کې د تجارت د ډجيټلي کيدو د نوښت او پرمختګ فوررم د اپرېل په ۱۵مه نېټه تر سره شو. د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوال تجارت مرکچي استازي او مرستيال وزير وانګ شو ون په دغه فورم کې وويل، چين اوس د ډجيټلي اقتصاد د دوستانه  اړیکو په تړون او د ارام سمندر سيمې د همکاریزو اړیکو په هراړخيز او پرمختللي تړون کې د ګډون په هڅه کې دی.

وانګ شو ون وويل، چين نه يوازې د ډجيټلي سوداګرۍ، غير کاغذې نړيوالې سوداګرۍ او د نړيوالو ټجيټلي تبادلو برخو کې د اصولو په هکله خبرې اترې تر سره کوي، بلکې په مشخصو پروژو کې همکارۍ هم لري.