بهرنيو سوداګرو د چين د بازار په اړه خوشبیني ښودلې
CMG2023/04/16 13:43:37
شريکول:

د چين د مصرفي توکو درېيم نړيوال نندارتون د اپرېل له لسمې نېټې څخه تر پنځلسمې نېټې پورې تر سره شو. دا د چین له خوا لومړی جوړ شوی نړیوال نندارتون په داسې حال کې ترسره شو، چې دغه هېواد د کرونا وبا د وقايې او کنترول ثابتې مرحلې ته داخل شوی. د نړۍ د څه باندې ۶۰ هېوادونو او سيمو تر ۴ زرو زيات توليدات په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شول. زياتو مشهورو نړيوالو تصديو په لومړي ځل په دغه نندارتون کې ګډون وکړ.

چين اوس په نړۍ کې د سوداګريزو توګو دوهم لوی مصرف کوونکی هېواد او د انلاين پرچون خرڅلاو لومړی لوی بازار دی. په تېرو مسلسلو ۱۲ کلونو کې د مصارفو اندازې د دغه هېواد د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت تر ۵۰ سلنې زیاته برخه نیولې ده.

 د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې د چين مصرفي بازار بيا سمسور ښودل شوی. دغه وضعيت بهرنيو تصديو ته د چين بازار ته د ننوتلو ښه زمينه برابره کړې ده.

په ګوانګ جو کې د جاپان د سوداګرۍ هڅونکې څانګې د فتر مشر اوکادايجي خبريال ته وويل، په دغه نندارتون کې د ګډونوالو جاپاني تصديو شمېر د تېرو دورو په پرتله زيات دی. هغه زياته کړه، د چينايانو د ژوند سویه لوړېږي او دغه راز د چين د مصرفي توکو بازار ښه راتلونکی لري.