نړيواله سروې: د امریکا له خوا په پټه د خلکو غږونو اورېدو امريکايي شکله باداري په ډاګه کوي
CMG2023/04/16 16:02:12
شريکول:

په دې وروستيو کې هغه ګڼ شمېر پټ او سري سندونه په ټولنيزو رسنيو کې ډېر لاس په لاس شوي، چې ښايي د امريکا له حکومت څخه افشا شوي. دغه سندونه ښيي، چې د امريکا حکومت نه يوازې د روسيې او اوکراين ترمنځ کړکېچ کې لاس لري، بلکې له اوږدې مودې راهيسې يې د خپلو ملګرو په شمول نورو هېوادونو کې يې څارګري کړې. د چين ميډيا ګروپ د سي جي ټي ان د يوې نړيوالو انټرنيټي سروې له مخې، د سروې ٪۹۴،۶ ګډونوالو د ملي امنيت په چارو کې د امريکا د حکومت پر دوه ګونو معيارونو انتقاد کړی او د دوی په اند د امريکا دغه کړنه څرګنده باداري غوښتوونکې کړنه ده.

دغه سروې د سي جي ټي ان له خوا په انګليسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي ژبو په انټرنيټ کې خپره شوې او د خپرېدو په ۲۴ ساعتونو کې تر ۳۰ زرو زيات انټرنيټ کاروونکو پکې رايې او نظرونه ورکړي دي.