د اپرېل په ۱۵مه نېټه د سوډان په پلازمينې خرطوم کې د دغه هېواد د ځواکونو او چټک مرستندويه ځواکونو ترمنځ سخته شخړه رامنځته شوه.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د دې پېښې په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چين د سوډان وضعيت ته زياته پاملرنه کوي او د دغې شخړې له ښکيلو خواوو څخه غوښتنه کوي، چې ژر دې اوربند وکړي او د شخړې د سختوالي مخه دې ونيسي. چين هيله لري، چې د سوډان بېلا بېلې خواوې خبرې اترې پياوړې کړي او د سياسي انتقال د بهير د پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.