سروې: ٪۹۳،۲۱ ګډونوال سمندر ته د جاپان د اټومي ککړو اوبو له خوشې کېدو سره سخت مخالفت کوي
CMG2023/04/16 15:40:20
شريکول:

نړیوالې ټولنې د جاپان حکومت هغه پلان ته پاملرنه زیاته کړې او د شک په سترګه ورته ګوري، چې له مخې به يې سږکال د فوکوشيما اټومي برېښناکوټ اټومي ککړې اوبه ارام سمندر ته خوشې شي. د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي ان (CGTN) يوه نړيواله سروې ښيي، چې ٪۹۳،۲۱ ګډونوال يې د جاپان له دغه پلان سره سخت مخالفت کوي.

د معلوماتو له مخې، د جاپان په اټومي ککړو اوبو کې څه باندې ۶۰ ډوله اټومي راډيو اکتيف مواد شامل دي او تر اوسه د دغو زياتو موادو د تصفيې اغېزمنه طريقه نه ده پېدا شوې. خو د جاپان حکومت او د توکيو برېښنايي تصدۍ ادعا کوي، چې د اټومي ککړو اوبو نږدې ټول راډيو اکتيف اټومي مواد لرې شوي او پاکې شوې اټومي ککړې اوبه ضرر نه پېښوي. د سي جي ټي ان د نړيوالې سروې د ٪۹۰،۲۸ ګډونوالو په اند، د جاپان د حکومت او د توکيو د برېښنايي تصدۍ څرګندونې د باور وړ نه دي. د سروې ٪۸۶،۴۵ ګډونوالو پر جاپان انتقاد کړی، چې د اټومي ککړو اوبو د حلولو چارې علمي، پرانيستې او شفافې نه دي.