د پولنډ حکومت له اوکراينه د غلو دانو او ځينو نورو خوراکي توکو واردات بندوي
CMG2023/04/16 15:05:02
شريکول:

د پولنډ د واکمن ګوند د قانون او عدالت ګوند رئيس ليچ اليکسانډر کاسزينسکي د اپرېل په ۱۵مه نېټه وويل، د دغه هېواد حکومت پريکړه کړې، چې له اوکراين څخه د غلو دانو او لس ګونو نورو خوراکي توکو واردات بند کړي تر څو د پولنډ د کرنې سکتور ساتنه وکړي.

برسیره پر دې، د پولنډ حکومت به د غلودانو د اخيستلو بيه لوړه کړي، له اروپايي ټولنې څخه به غوښتنه وکړي، چې بزګرانو ته د کيمياوي سرې او سونګ توکو دوامدارې مالي مرستې برابرې کړي څو د اوکراين د ګن شمېر غلودانو او کرهنيزو توليداتو د وارداتو له امله د پولنډ د بزګرانو غوسه ارامه کړي.

د اوکراين د بحران له پيل راهيسې، په نړۍ کې د غلو دانو د صادراتو په برخه کې د ډېر لوی هېواد په توګه له اوکراين څخه د تور سمندر له لارې د غلو دانو د ليږلو بهیر له خنډ سره مخ شوی، نو د پولنډ او نورو ګاونډيو هېوادونو له ځمکني لارې د صادراتو اندازه ډېره زياته شوې. خو د توکو د ليږلو په بهير کې د ځينو محدوديتونو له امله هغه غلې دانې چې د پلان له مخې دې افريقا اومنځني ختيځ ته ولېږل شي، زیاته اندازه يې د پولنډ په دننه کې پاتې ده.