چين او برازيل د اقليمي بدلون ضد ګډه اعلاميه خپره کړه
CMG2023/04/16 11:48:23
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د برازيل ولسمشر لويز اناسيو لولا ډاسيلوا د اپرېل په ۱۴مه نېټه په بېجينګ کې سره ولیدل. دواړو مشرانو په دې ليدنه کې هوکړې ته ورسېدل، چې اقليمي بدلون په اوسنۍ زمانه کې ډېره لويه ننګونه ده او له دغه بحران سره مبارزه د عدالت او ګډې سمسورتيا په بڼه د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره ګټوره ده.

دواړو هېوادونو د اپرېل په ۱۵مه نېټه د اقليمي بدلون ضد ګډه اعلاميه خپره کړه، چې له مخې يې، دواړو خواوو په اقليمي چارو کې يو د بل د اقداماتو قدرداني کړې او پرېکړه يې کړې، چې د خپلو هېوادونو په دننه کې د اقليمي بدلون ضد بهير ته دوام ورکړي او ژمنه يې کړې، چې په اقليمي چارو کې به خپلمنځي همکارۍ پراخې او پياوړې کړي.

په اعلاميې له پرمختللو هېوادونو څخه غوښتنه شوې، چې د اقليمي بدلون ضد مبارزې لپاره د هر کال د سلو ميليارډو امريکايي ډالره پيسو د برابرولو په اړه خپله شوې ژمنه پلې کړي او ژمنه دې وکړي، چې تر يادې اندازې لا لوړه موخه وټاکي او د پانکو يوه دقيقه نقشه جوړه کړي. 

د دغې اعلاميې له مخې، دواړه هېوادونه به د لوړې کچې دوه اړخيزې همغږۍ او همکارۍ کمېټې په چوکاټ کې د چاپيريال او اقليمي بدلون فرعي کميسيون جوړ کړي.