د روسیې تاس خبري اژانس د اپرېل په ۱۴مه نېټه د دغه هېواد د اقتصادي انکشاف وزارت لخوا د خپور شوي اټکلي شميرنې په قول خبر ورکړ، چې روان کال به د روسیې د نفتو او طبيعي ګازو د صادراتو د ټيټوالي واقعي اندازه ۶ اعشاريه ۷ سلنې ته ورسېږي.
د خبر له مخې، له ۲۰۲۴ تر ۲۰۲۶کال پورې به د روسیې د نفتو او طبيعي ګازو د صادراتو د کلني زياتوالي منځنۍ واقعي اندازه ۲ اعشاريه ۹ سلنې او دغه راز به له نفتو او طبيعي ګازو پر ته د نورو توکو د صادراتو د کلني زياتوالي منځنۍ اندازه ۴ اعشاريه ۱ سلنې ته ورسېږي.