په نوې زمانه کې د چین او برازیل اړیکې
CMG2023/04/16 13:56:29
شريکول:

له چین څخه د برازیل د ولسمشر لويز اناسيو لولا ډا سيلوا لیدنه د اپرېل په ۱۵مه نېټه پای ته ورسېده.

 برازيلي رسنيو او د دغه هېواد بېلا بېلو ټولنو په فعاله توګه د دې لیدنې ستاینه وکړه. د دوی په اند، د چین او برازیل مشرانو په راتلونکي پړاو کې د دوه اړخیزو همکاریو لپاره داسې لار روښانه کړې چې د دواړو هېوادونو داړیکو د پرمختګ لامل کېږي.

 سږ کال د چين او برازیل ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو له ۳۰مې کليزې سره برابر دی او راتلونکی کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۵۰مې کلیزه ده. چين ته د اپرېل له ۱۲مېتر ۱۵مې نېټې پورې د برازیل ولسمشر لولا رسمي سفر د نړيوالې ټولنې ډېر پام ځانته اړولی دی. د چين او برازیلد مشرانو ترمنځ د خبرو اترو د پايلو او د دواړو خواوو له خوا د خپرو شويو ګډو اعلاميو په نظر کې نيولو سره، چين ته د لولا سفر ډېر بريالی بلل کيږي. 

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ویلي، چين غواړي له برازیل سره په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو د اړيکو د نوي پرمختګ لپاره ګډ کوښښ وکړي. ولسمشر لولا وويل، له چين سره په هر اړخيزه توګه د اړيکو پياوړتيا د برازيل د قانون جوړونکي ارګان او د ټولو برخو ګډه او ټينګه هيله ده. په نوي حالت کې به څنګه چین او برازیل نوی راتلونکی جوړ کړي؟ د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په ۱۴مه نېټه له ولسمشر لولا سره د کتنې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل سیاسي باور او ستراتيژيک تګ راتګ د ټينګېدو په اړه سپارښتنې وکړې.

ولسمشر لولا هيله څرګنده کړه چې د برازیل او چين اړيکې یوازې پر سوداګريزو اړیکو پورې محدودې نه شي. 

د دواړو هیوادونو مشران په اتفاق سره د دوه اړخیزو اړیکو د ستراتیژۍ له لحاظه دوه اړخیزې اړیکې ګوري. له دې څخه څرګندېږي چې د دواړو خواوو ترمنځ د متقابل سیاسي باور کچه نوي اوج ته رسېدلې او په نوې زمانه کې به د چين او برازیل د اړيکو بنسټ لا ټينګ شي.

ولسمشر لولا په خپلو بیاناتو کې د چیني شکله عصري کېدو ډېره ستاینه وکړه.‌ هغه وویل، چې اوس برازیل د عصري کېدو لپاره خپله لار جوړوي.‌ چين د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ او د برازيل د بيا صنعتي کېدو د تګلارې تر منځ د همغږۍ لپاره لېوالتيا څرګنده کړه. دواړو خواوو د سوداګرۍ او پانګونې، ډيجيټلي اقتصاد اوتخنیکي نوښت په برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو يو شمېر سندونه لاسليک کړل. دا په دې مانا دي چې چين او برازیل په پرله پسې توګه د دوه اړخيزو همکاريو ساحه پراخوي.

 د چين او برازیل د ګډې اعلاميې له مخې، دواړو خواوو په اقتصادي او مالي برخو کې د خبرو اترو د ژورتيا او د دوامدارو پانګو د پيوستون په برخو کې د همکارۍ پر پراختيا موافقه وکړه. څېړونکو ويلي چې دا به د چين اوبرازیل ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې اسانتياوې پياوړې کړي او د نړيوالې سوداګرۍ او پانګونې له ثبات سره به مرسته وکړي. بر سېره پر دې، په ملګرو ملتونو، برېکس او جي شل هېوادونو کې چين او برازیل تل د ګډې پاملرنې وړ د نړيوالو مسئلو په اړه ستراتيژيکې همغږۍ پياوړې کړي. د چين او برازېل مشرانو د لیدنو په ترڅ کې موافقه وکړه چې خبرې اترې د اوکراين کړکېچ د حل يوازنۍ مناسبه لار ده،‌ د کړکېچ د سوله ييز حل لپاره د ټولو هڅو ملاتړ په کار دی. دا په نړیواله کچه د چین او برازیل لخوا د سولې لپاره ارزښتناکه غوښتنه ګڼل کېږي. سوله، پرمختګ او عصري کېدل د برازيل د خلکو او د چينايانو هیله ده. باور دی چې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر لارښوونې لاندې به په نوې زمانه کې د چين او برازیل اړيکې نورې هم ښې شي، د دواړو هېوادونو خلکو ته به لا زياتې ګټې ورسوي او د چين او لاتينې امريکا د همکارۍ او د نړیوالې سولې او پرمختګ لپاره به نوی خوځنده ځواک برابر کړي.