په ګوانګ جو کې د چين د صادراتو او وارداتو ۱۳۳م نندارتون پيل شو
CMG2023/04/16 14:49:45
شريکول:

په ګوانګ جو کې د اپرېل د ۱۵مې نیټې په سهار د چين د صادراتو او وارداتو ۱۳۳م نندارتون په رسمي توګه پيل شو. دغه نندارتون به د مې تر ۵مې نيټې پورې په درېيو مرحلو کې تر سره شي او پيمانه يې د پخوانيو دورو په پرتله لويه وي او د نندارتون پراخوالي او د برخوالو تصديو شمېر هم د پخوانيو دورو په پرتله زيات دی.

په دغه نندارتون کې د آف لاين برخوالو تصديو شمېر ۳۴ زرو ته زيات شوی او د انلاين برخوالو تصديو شمېر ۳۹۲۸۱ ته رسېږي، څه باندې ۹۰۰۰ تصدۍ د لومړي ځل لپاره په دغه نندارتون کې ګډون کوي.