د اپريل د ۱۵ مې نېټې په شپه د امريکې په جنوب ختيځ کې د الاباما ايالت په داديويلي علاقه دارۍ کې د ډزو پېښه وشوه چې له امله يې ۴ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي.
د امريکې ولسمشر جوبايډن د يوې اعلاميې په خپرولو سره په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته تسلیت ویلی او د دغه هېواد له ډيموکرات او جمهوري غوښتونکو ګوندونو څخه يې د ګډې همکارۍ غوښتنه کړې، څو د وسلو د ادارې او نظارت لپاره قانون جوړ کړي او د دا ډول پېښو د تکرار مخه ونیسي.
په امريکا کې وخت ناوخت د ډزو پېښې کېږي او د وسلو کنټرول او د ډزو پېښو د مخنيوي په پار تقنيني چارې د ګوندونو ترمنځ د سيالۍ او د پارټ بازيو له امله ځنډېدلې دي.
امریکا کې وسله والو تاوتریخوالو ارشيف (Gun Violence Archive) ویبپاڼې د شمېرنې له مخې، د روان کال له پيل راهیسې په دغه هېواد کې تر ۱۲۰۰۰ زرو زیات کسان د ډزو په پېښو کې وژل شوي دي.