چين او برازيل د نوې ايندې د برابرولو لپاره هڅه کوي
CMG2023/04/17 15:41:01
شريکول:

د برازيل ولسمشر ليوز اناسيو لولا دا سیلوا د اپرېل په ۱۵مه نېټه له چين څخه ليدنه پای ته ورسوله. د دې هېواد خبري رسنيو او بېلا بېلو ټولنو دا سفر مثبت بللی او ویلي يې دي چې د چين او برازیل مشرانو تاريخ جوړ کړی او چين ته د لولا سفر د برازیل لپاره فرصت برابر کړی او له رئیس شي جين پينګ سره تر خبرو اترو وروسته د لولا د مسافرت بکس له ډول ډول دوه اړخيزو تړونونو او پلانونو څخه ډک و. د شنونکو په اند د دواړو هېوادونو مشرانو د دوه اړخيزې همکارۍ د راتلونکې لپاره لوری روښانه کړی او د دوه اړخيزو اړيکو د نوی پرمختګ لپاره هڅه کوي.

روان کال د چين او برازيل ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د اړيکو د ټينګېدو له ۳۰مې کاليزې سره برابر دی او راتلونکي کال به د دواړو هېوادونو د سياسي او ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۵۰مې کاليزې سره برابر وي. په دې درشل کې ولسمشر لولا د اپرېل له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۵مې نيټې پورې له چين څخه رسمي ليدنه وکړه چې د نړیوالې ټولنې پام يې جلب کړی دی.

د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د خبرو اترو لاسته راوړنو او خپرې شوې ګډې اعلاميې ته په کتو سره دغه سفر بريالی دی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ويلي، چين غواړي له برازيل سره په نوې زمانې کې د دوه اړخيزو اړيکو د لاټينګېدو او د نوې ايندې د برابرولو لپاره ګډې هڅې وکړي. ولسمشر لولا داسې ويلي، له چين سره د اړيکو هر اړخيز ټينګښت د برازيل د قانون جوړونکي ادارې او بېلا بېلو ټولنو ګډه هيله ده.

چين او برازيل په جلا جلا توګه په ختيځه او لويديځه نيمه کره کې تر ټولو لوی پرمختيايي هېوادونه او مهم نوي سمسور بازاري هېوادونه دي. که څه هم يو له بل څخه لرې واټن لري، خو تګ راتګ يې اوږد تاريخ لري. څه باندې ۲۰۰ کاله دمخه د چين د بزګرانو لومړۍ ډله برازيل ته د چای ونو د کرلو لپاره لاړه.

د چين د ولسي جمهوريت تر جوړېدو وروسته دواړو خواوو د ۱۹۷۴ میلادي کال د اګست په ۱۵مه نېټه په رسمي توګه يو له بل سره سياسي اړيکې ټينګې کړې وې او تر هغه وروسته يې اړیکو په پر له پسې توګه پرمختګ موندلی دی. لولا څلور ځلې چين ته سفرونه کړي دي، نو ځکه هغه د چينايانانو دوست او ملګری ګڼل کيږي.

په اوسنۍ نړۍ کې ډېر بدلونونه او ګډوډۍ رامنځته شوي دي. چين او برازيل په ګډه پرمختيايي دندې او مسوولیتونه لري. اوس چين د باکيفيته پرمختګ او د لا ورخلاصون د پرمخبيولو لپاره هلې ځلې کوي او برازيل د بيا صنعتي کېدو د بهير د پرمخبيولو او د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره هڅې کوي. نو په نوې زمانه کې چين او برازيل څنګه کولای شي چې د ښې راتلونکې لپاره لار وټاکي؟

د اپرېل په ۱۴مه نېټه رئيس شي جين پینګ پر درې ګونو ټينګارونو، د چين او برازيل ترمنځ د متقابل باور او ستراتژيکو تبادلو په هکله خپل دريځ بيان کړ او ولسمشر لولا هيله وښوده چې د برازيل او چين ترمنځ اړیکې پر سوداګریزو ساحو پورې محدودې پاتې نشي. د دواړو هېوادونو مشران دوه اړخیزو اړیکو ته د ستراتيژۍ له لحاظه ګوري. له دې ښکاري چې په سياسي چارو کې د دواړو خواوو متقابل باور نوې سويې ته رسېدلی او په نوې زمانه کې به دوه اړخيزې اړيکې لا ټينګې شي.

ولسمشر لولا له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې د چیني شکله عصري کېدو لوړه ارزونه وکړه او ويې ويل چې برازيل د عصري کېدو لپاره ډېرې هڅې کوي. د چین لوری غواړي چې له برازيل سره د يو کمربند او يوې لارې پر ګډې ابادۍ بحث وکړي او د برازيل د بيا صنعتي کېدو په موخه د ستراتيژيک پيوستون لپاره هڅې وکړي. په دې سفر کې دواړو خواوو د سوداګريزې پانګونې، ډيجيټلي اقتصاد او علمي نوښت په شمول څو برخو کې همکاريز سندونه لاسليک کړي دي. له دې ټولو څخه څرګنديږي چې چين او برازيل په پر له پسې توګه د دوه اړخیزو همکاريو ساحې پراخوي.

د پرمختيايي هېوادونو د مشرانو په توګه د چین او برازيل ترمنځ اړيکې د نړيوالې ادارې د بشپړتيا د پرمخبيولو لپاره هم مثبت رول لوبوي. ولسمشر لولا ویلي، چې هېڅوک د برازيل او چين ترمنځ د اړيکو د پر له پسې ټوګه پرمختګ مخه نه شي نیولای.