جاپان کې د جي۷ د بهرنیو چارو وزيرانو غونډې په خلاف لاريون شوی
CMG2023/04/17 15:18:17
شريکول:

د ۷ هېوادونو ډلې (جي۷) د بهرنیو چارو وزيرانو درې ورځنۍ غوڼده د اپريل په ۱۶ مې نېټې د جاپان په ناګانوکين ولسوالۍ کې پيل شوه. د جاپان کيودو خبري اژانس د خبر له مخې، د دغې غونډې ګډونوال به د اوکراين بحران، د کوريا ټاپووزمې د وضعيت او د اټومي وسلو د کمولو په ګډون د يو شمېر موضوعاتو په اړه خبرې وکړي. د دې ترڅنګ ډېرو ځايي اوسېدونکو د دې غونډې په خلاف لاريون کړی او ((له جي۷ سره مخالفت کوو)) او ((موږ جګړه نه غواړو)) شعارونه يې پورته کړي دي.

يو لاريون کوونکي سي اېم جي ته وويل: دا چې دغه غونډه يوازې د پرمختللو هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي او استازي يې په ګډه ډوډۍ خوري او د بې وزلو هېوادونو او جګړه ځپلو هېوادونو په وضعيت غږېږي، نو زه د دې غونډې په هدف شک لرم.

یو بل لاريون کوونکي وويل: په دغه غونډه کې به د سولې د راوستلو په هغې لار چې موږ ورته ليوالتيا لرو، او سمندر ته د جاپان د ذروي بټۍ د ککړو اوبو د ايستنې په مسئلې رغنده خبرې نه وي، ځکه ګډونوال به يې يوازې د لويو هېوادونو استازيتوب وکړي او همدا سمه لاره نه ده.