«د ۲۰۲۲ کال د چين د روغتيايي چارو پرمختګ د ارزونې راپور» آبي کتاب خپور شو
CMG2023/04/17 11:32:27
شريکول:

«د چين د روغتيايي چارو د پرمختګ د ارزونې راپور(2022)» آبي کتاب د اپريل په ۱۵ مه نېټه د چين د شان دونګ ولایت په وی های ښار کې خپور شو.

دغه آبي کتاب د چين د اقتصادي اړيکو نړیوال مرکز او د وې های ښاروالۍ په هدایت، د دغه راپور ځانګړې څېړنيزې ډلې او د وې های ښار د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې جوړ کړی او د ټولنيزو علومو اکاډمۍ خپرندويه ټولنې چاپ کړی دی.

د چين د اقتصادي اړیکو د نړیوال مرکز د دايمي شورا مرستيال بي جينګ چوان ويلي، د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرېس له جوړېدو راهيسې چې په ۲۰۱۲م کال کې ترسره شوی، د دغه هېواد روغتيايي چارو د ليدو وړ پرمختګ کړی او د چينايانو روغتيايي وضعيت په پرله پسې توګه ښه شوی دی. دغه راز د دغه هېواد په ښارونو او کليو کې طبي او روغتيايي خدماتي سيستم او له نړيوال معيار سره سم د بيولوژيکي درملو نظارتي ميکانيزم جوړ شوی او د بيولوژيکي درملو د تصديو ابتکاري وړتيا يې هم لوړه شوې ده.