په چين کې پسرلني فصل غلودانو د کرلو مساحت ۹.۳۳ ميليونه هکتارو ته رسيدلی
CMG2023/04/17 11:59:28
شريکول:

د چين د زراعت او کليوالو چارو وزارت د تازه څېړنې شمير له مخې، تر اوسه په چين کې د غلو دانو د پسرلني فصل د کرلو مساحت له ۹.۳۳ ميليونو زياتو هکتارو ته رسيدلی دی چې د ټاکلي پلان ۱۵.۱٪ برخه بشپړه شوې ده. دا پروسه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۰.۶٪ ګړندۍ شوې ده. د چين په بېلا بېلو ځايونو کې خلک پر وخت د غلو دانو د کرلو او روزنې کارونه تر سره کوي او د غلې دانو د حاصلاتو زیاتېدو لپاره بنسټيز کارونه کوي.