په ۲۰۲۲م کال کې چين کې د کمپيوټري سافټوير په اړه د امتيازي حقو غوښتنليکونو شمېر ۱ ميليون او ۸۳۵ زرو ته رسېدلی
CMG2023/04/17 14:20:13
شريکول:

د چین د کاپي حق د ساتنې مرکز د اپريل په ۱۷مه نېټه د دغه هېواد د ۲۰۲۲م کال د کمپيوټري سافټوير د امتيازي حقونو د ثبتولو حالت په اړه راپور خپور کړی. راپور وايي، چې د کاپي حق د ساتنې او د نوښتي چاپيريال په ښه کېدو سره، په تېرو ۱۰ کلونو کې د سافټوير کيفيت او شمېر لوړ شوی دی او له دې امله يو شمېر صنايعو د نوښت او پرمختګ په لار کې لوی ګامونه پورته کړي دي.

په ۲۰۲۲م کال کې په چين کې د کمپيوټري سافټوير په اړه د ثبت شويو امتيازي حقونو شمېر ۱ ميليون او ۸۳۵ زرو ته رسېدلی. له تېرو مسلسلو ۵ کلونو راهيسې هر کال همدا شمېر له ۱ ميليون زيات ساتل شوی او په دې توګه له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې په چين کې د سافټويرونو د ثبتولو عمومي شمېر ۱۰ میليونو ته رسېدلی دی.