مرکزي حکومت د غنمو اصلي کروندګرو ته د سبسایډي ورکولو لپاره ۱۰ ميلیارډه یوانه برابر کړي
CMG2023/04/17 11:09:43
شريکول:

د چين مرکزي حکومت په دې وروستيو کې د غنمو اصلي کروندګرو ته د يو ځل سبسایډي ورکولو، پسرلي فصل کرلو د ملاتړ او د غلو دانو د کرلو لپاره د بزګرانو د لېوالتيا د زياتولو لپاره ۱۰ ميليارډه يوانه برابر کړي.

د دې سبسایډي هدف د غلو ریښتیني کروندګران دي. پکې هغه کروندګر چې د غلو د کرلو لپاره خپله قراردادي ځمکه کاروي او د غلو دانو د کرلو لپاره ګڼې ځمکې کرايه کوي، کورني فارمونه، د کروندګرو کوپراتیفونه (cooperative)، زراعتي تصدۍ او نور نوي کرنیز سوداګریز شرکتونه شامل دي.

د چين د مالیې وزارت ویلي، بېلا بېلې سیمې باید د اړوندو وضعيتونو پر اساس د سبسایډي معیارونه په جامع ډول وټاکي، له عصري معلوماتي ټکنالوجۍ څخه بشپړه ګټه پورته کړي او د سبسایډي فنډونو د پوره ویشلو لپاره اړوند اقدامات غوره کړي. (ژباړه: شکريه)