د چين د وارداتو او صادراتو په نندارتون کې د صادراتو د معاملو ارزښت ۱.۵ ټريليون ډالرو ته رسېدلی
CMG2023/04/17 11:31:50
شريکول:

د چين د وارداتو او صادراتو نندارتون مرستيال سرمنشي او د چين د بهرنۍ سوداګرۍ مرکز مرستيال رئيس ون جونګ ليانګ د اپريل په ۱۶ مې نېټې د چين، افريقا او لوېديځې اسيا د اقتصادي او سوداګرۍ همکارۍ د نويو فرصتونو تر عنوان فورم کې وويل، چې د چين د وارداتو او صادراتو نندارتون د دغه هېواد د ورخلاصون مهمه کړکۍ او د بهرنۍ سوداګرۍ مهم ډګر دی، د دغه نندارتون د جوړېدو له ۶۷ کلونو راهيسې يې د صادراتو معاملوي ارزښت ۱.۵ ټريليون ډالرو ته او د هغو سوداګرو شمېر چې د توکو د اخيستلو لپاره په انلاين او اف لاين ډول په دغه نندارتون کې ګډون کړی، ۱۰ ميليونو تنو ته رسېدلی چې د چين او بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پرمختګ لپاره يې ځانګړی رول لوبولی دی.